کورتفسیرالفاتحة (١)

تفسیر الفاتحة — Al-Faatiha (1)

مکي · ٧ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَـٰنِ ٱلرَّحِيمِ ﴿١﴾

دالله په نامه دقرآن لوستل پیلوم، له هغه مرسته غواړم او دهغه دنوم په یادولو برکت ترلاسه کوم. او په بسم الله کې دالله تعالی درې ښایسته نومونه دی: ۱- (الله) یعنې: په حقه سره دعبادت وړ. او دا دالله تعالی ځانګړی نوم دی او بل څوک په دې نوم نه نومول کېږي. ۲- (الرحمن) یعنې: دپراخه لورینې څښتن. هغه په خپل ذات کې لورین دی. ۳- (الرحیم) یعنې: دپرله پسې لورینې څښتن دی. هغه چا ته چې خوښه یې شي لورینه پرې کوي په ځانګړي ډول پر خپلو مؤمنو بنده ګانو باندې

ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٢﴾

بشپړه ستاينه او دحمدونو ټول ډولونه يوازې دالله دکمال او جلا له صفتونو څخه دي، نه دبل چا، ځکه هغه دهرڅه پالونکی، پيداکوونکی او تدبيرکوونکی دی، او عالمیان دعالم جمع ده او له الله تعالی پرته هرڅه ته عالم ويل کيږي

ٱلرَّحْمَـٰنِ ٱلرَّحِيمِ ﴿٣﴾

په وړاندني آیت کې پس دالله له حمد څخه دالله تعالی ستاینه ده

مَـٰلِكِ يَوْمِ ٱلدِّينِ ﴿٤﴾

دالله تعالی لویي چې همدې دقیامت په ورځ دهر څه څښتن دی، او هیڅ نفس دبل نفس لپاره دهيڅ شي واک نه لري. پس (یوم الدین) قیامت: دبدلې او حساب ورځ ده. إ ي اك نعبد وإ ي اك نستعين

إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ ﴿٥﴾

یوازې تا ځانګړی کوو په هر ډول بندګۍ او طاعت سره، هیڅوک تا سره شریک نه جوړوو، او یوازې له تا څخه په خپلو ټولو کارونو کې مرسته غواړو. ټول خیر یوازې ستا په لا س کې دی، له تا پرته بل څوک مرستندوی نه شته

ٱهْدِنَا ٱلصِّرَٰطَ ٱلْمُسْتَقِيمَ ﴿٦﴾

مونږ ته نیغه لا ره وښایه، پر هغې مو برابر کړه او پر هغې مو ټینګ (کلک) کړه، مونږ ته ډېره لا رښوونه (هدایت) وکړه او (الصراط المستقیم) هغه څرګنده لا ر ده چې کوږوالی په کې نه وي، چې هغه اسلام دی، په کوم باندې چې الله تعالی محمد مخ ۱ له ۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر صلی الله علیه وسلم رالېږلی دی

صِرَٰطَ ٱلَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ ٱلْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا ٱلضَّآلِّينَ ﴿٧﴾

لار دهغو کسانو چې تا پر هغوی باندې انعام (پېرزوینه) کړې ده چې هغوی ته دې هدایت کړی دی؛ لکه انبیاء، صدیقین، شهیدان او صالحین او له هغوی سره ملګرتیا څومره ښکلې ده، نه لا ره دهغو کسانو چې غضب شوی دی پر هغوی باندې، هغوی چې حق يې وپېژانده خو تابعداري یې نه کوي، لکه یهود، او نه لا ره دهغو کسانو چې له حق څخه ګمراهان دي، هغه کسان چې حق ورته نه دی ښودل شوی، ځکه چې دوی دحق او هدایت په غوښتلو کې سستي (کمي) کړې ده، لکه نصاری. مخ ۲ له ۲ moc.hgelp

زده کړه · الفاتحة — Al-Faatiha

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې