أَلْهَىٰكُمُ ٱلتَّكَاثُرُ ﴿١﴾
اې خلکو! پر مالونو او اولادونو وياړ کولو تاسې دالله له پيروۍ بوخت کړي ياست
کور›تفسیر›التكاثر (١٠٢)
مکي · ٨ آیتونه
أَلْهَىٰكُمُ ٱلتَّكَاثُرُ ﴿١﴾
اې خلکو! پر مالونو او اولادونو وياړ کولو تاسې دالله له پيروۍ بوخت کړي ياست
حَتَّىٰ زُرْتُمُ ٱلْمَقَابِرَ ﴿٢﴾
تردې چې مړه شئ او خپلو قبرونو ته مو ننوځئ. كلا سوف تعلمون
كَلَّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ ﴿٣﴾
تاسې لره په کار نه وه چې پر هغو دوياړلو له امله دالله له پيروۍ بوخت شئ، ژر به ددغه بوختيا پر پايله پوه شئ. ثم كلا سوف تعلمون
ثُمَّ كَلَّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ ﴿٤﴾
بيا به ژر دهغو پر پايله پوه شئ
كَلَّا لَوْ تَعْلَمُونَ عِلْمَ ٱلْيَقِينِ ﴿٥﴾
په رېښتيا که چېرې تاسې په یقيني توګه پوهېدلای چې تاسو به الله ته ور پاڅول کېږئ، او هغه به مو داعمالو بدله درکوي؛ نو تاسې به پر مالونو او اولادونو مو پر وياړلو نه بوختېدلای
لَتَرَوُنَّ ٱلْجَحِيمَ ﴿٦﴾
پر الله قسم چې تاسې به دقيامت په ورځ اور ووينئ
ثُمَّ لَتَرَوُنَّهَا عَيْنَ ٱلْيَقِينِ ﴿٧﴾
بيا به هرومرو تاسې هغه په يقني ليدلو سره ووينئ چې هيڅ شک به پکې نه وي. مخ ۱ له ۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
ثُمَّ لَتُسْـَٔلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ ٱلنَّعِيمِ ﴿٨﴾
بيا به الله هرومرو په دغه ورځ له تاسې دهغه څه په اړه پوښتنه وکړي چې پر تاسو يې کومه روغتيا، شتمني او داسې نور پېرزو کړي وو. مخ ۲ له ۲ moc.hgelp
تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر