وَيْلٌۭ لِّكُلِّ هُمَزَةٍۢ لُّمَزَةٍ ﴿١﴾
وبال او سخت عذاب دخلکو دزيات غيبت کوونکو او په هغوی دزيات عيب ويونکو لپاره دي
کور›تفسیر›الهمزة (١٠٤)
مکي · ٩ آیتونه
وَيْلٌۭ لِّكُلِّ هُمَزَةٍۢ لُّمَزَةٍ ﴿١﴾
وبال او سخت عذاب دخلکو دزيات غيبت کوونکو او په هغوی دزيات عيب ويونکو لپاره دي
ٱلَّذِى جَمَعَ مَالًۭا وَعَدَّدَهُۥ ﴿٢﴾
هغه څوک چې ټوله هڅه يې دمال غونډول او شمېرل وي، له دغه پرته بل کار نه لري. يحسب أن ماله أخلده
يَحْسَبُ أَنَّ مَالَهُۥٓ أَخْلَدَهُۥ ﴿٣﴾
هغه ګومان کوي چې کوم مال هغه را غونډ کړی هغه به يې له مرګ څخه وژغوري، نو ددنيا په ژوند کې به تل تل ترتله پاتې شي
كَلَّا ۖ لَيُنۢبَذَنَّ فِى ٱلْحُطَمَةِ ﴿٤﴾
امر به داسې نه وي لکه دغه ناپوه چې فکر کوي، هغه به هرومرو ددوزخ په هغه اور کې غورځول کيږي چې هرڅوک ورواچول شي، دخپلې سختۍ له امله يې ټوټه ټوټه کوي او ماتوي
وَمَآ أَدْرَىٰكَ مَا ٱلْحُطَمَةُ ﴿٥﴾
اې رسوله! ته څه پوهېږې چې دغه اور چې هر ور اچول شوی کس ټوټه ټوټه کوي هغه څه دی؟!
نَارُ ٱللَّهِ ٱلْمُوقَدَةُ ﴿٦﴾
پرته له شکه هغه دالله بل کړل شوی اور دی
ٱلَّتِى تَطَّلِعُ عَلَى ٱلْأَفْـِٔدَةِ ﴿٧﴾
هغه چې دخلکو له جسمونو څخه زړونو ته يې لا ر مومي. مخ ۱ له ۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر إ ن ها عليهم م ؤصدة
إِنَّهَا عَلَيْهِم مُّؤْصَدَةٌۭ ﴿٨﴾
پرته له شکه هغه پر عذاب کړل شويو را تړل شوی دی. فى عمد ممد دة
فِى عَمَدٍۢ مُّمَدَّدَةٍۭ ﴿٩﴾
په اوږدو لوړو ستنو کې تردې چې له هغو به نه وځي. مخ ۲ له ۲ moc.hgelp
تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر