کورتفسیرقريش (١٠٦)

تفسیر قريش — Quraish (106)

مکي · ٤ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

لِإِيلَـٰفِ قُرَيْشٍ ﴿١﴾

دقريشو دعادت او الفت لپاره. إ

إِۦلَـٰفِهِمْ رِحْلَةَ ٱلشِّتَآءِ وَٱلصَّيْفِ ﴿٢﴾

په ژمي کې يمن ته سفر، او داوړي سفر يې شام ته دډاډ په حالت کې

فَلْيَعْبُدُوا۟ رَبَّ هَـٰذَا ٱلْبَيْتِ ﴿٣﴾

نو يوازې دهغه الله چې ددغه بيت الحرام رب دی عبادت دې وکړي، هغه ذات چې دغه سفر يې دهغوی لپاره اسانه کړی دی او له هغه سره دې هيڅوک نه شريکوي

ٱلَّذِىٓ أَطْعَمَهُم مِّن جُوعٍۢ وَءَامَنَهُم مِّنْ خَوْفٍۭ ﴿٤﴾

هغه ذات چې په لوږه کې يې هغوی ته خواړه ورکړل، او له وېرې يې په امن کړل، داسې چې دعربو په زړونو کې يې د حراموالي تعظيم او دهغې داوسېدونکو تعظيم کېښود. مخ ۱ له ۱ moc.hgelp

زده کړه · قريش — Quraish

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې